pamir_amiry2005
بسم الله الرحمن الرحيم
TURN OFF'S
تيت مي مه بوله غورحنک راباندي مه کره
زه په دي افتادکي کي لوي کرنک يم

يو تاته او دوه دري نورو نفرو ته تسليم يم
خدايکو په دي کلي کي اکثرو ته تسليم يم
والله که دي حلور واره کتابه ملامت کري
جانانه ستا پخو ، پخو خبرو ته تسليم يم

ستا شايست زما قاتل شو ميني دارته كرمه پورته
يله اوس مي زره قايل شودشايست اوميني زورته


د زړه درد
زړه مې ځواب راكړى، وايي نور درسره نه يمه
ته كه پاتې كېږې ، اوسه زه درنه په تله يمه
نور په دې وحشي چاپير كې سترګې غړوى نه شم
زه خو تيږه نه يمه احساس لرمه، زړه يمه


ائ زما خوږه. په زړه کې څو ګيلې، په سترګو کې رڼې اوښکې او له خولې نه څو سوي سوي اسويلي درته لرم.

نه پوهيږم چې دغو ټولو ته د کوم رنګه الفاظو جامې ور واغوندم چې د زړه د رباب تارونه دې په خوځښت راولي او يا په همدې بڼه ګيلې، اوښکې او اسويلي راوليږې.

نه پوهيږم چې څنګه مې هغه ګيلې درته انځور کړم چې په هغه شکل يې تر تا هم در ورسووم لکه څنګه چې يې د زړه د ننه سوځولی يم. ستا ټول عادتونه مې خوښ دي خو د پرونئ ورځې په شان عادت که زه له تا سره وکړم ډير به ګيله من شې او کله به هم د خپلو خوښيو په زانګو کې د ميني ټالئ رانه کړې.

ستا خطا يي هم زه منم چې له ما څخه شوې دي نه له تا څخه. نو ځکه درته په مينه سر ټيټووم او په ډير خړ مخ او مړاوو سترګو درنه بخښنه غواړم.
نشم کولائ چې تا ملامت او ګرم کړم ځکه که هر څو داسې وکړم بيا هم زه يم چې زړه مې درباندې خفه کيږي او بې حده مينه درسره لرم.
زه چې دې کله تر څنګ تيريږم بايد يو ځل خو دې هرو مرو د ستا د سترګو سره ستړې مشي وکړم. نو بيا تا ولې پرون ورځ په بل طرف واړولې او اجازه دې ورنه کړه چې د مينې سلام، د زاريو او هيلو کاته مې قبول کړي.

اشتباه مه کوه! که ته وايې چې زه به د ستا لپاره بازار او دې ښارګوټي څخه ډډه کووم دا کومه فداکاري نه بولم. ته بايد وپوهيږې چې دا بازارونه راته نور خوند نه راکوي زړه مې نه غواړي چې راشم خو تاته له احترامه سر ټيټووم او لاسونه دي مچو کووم.

ائ ګرانه! اوس خو زه هغه ځايونه، ګړئ، شپې او ورځې خوښوم چې تا پکښې ګورم. له تا پرته د يواځيتوب غيږې ته پناه وړم او ستا په ياد اوښکې تويوم. او داسې ګيلې ليکم.

ته هر وخت ډير خوښ او خوشحاله اوسه. له خپل درکړي حسن او ښکلا نه ډير خوند واخله. خو ما مه هيره وه او مه مې ځوره وه. کيدئ شي له ما پرته به هم نورډير خلک غواړي چې درسره مينه وکړي خو ډير په جرات درته ويلئ شم چې له ما سره به په مينه کې ډير خوښ وې او زما غوندې سپيڅلې مينه به هيڅوک درسره اونه کړي.

دانه غواړم چې دا خپل دردونه، غمونه او زګرويي درسره شريک کړم او يا يي درباندې مخا مخ اووينم. او په دې دې غمجن کړم. ځکه زما دا دردونه خو بې له تا کوم بل علاج نه لري او نه به پاي بيامومي ځکه ته يې علاج نه کوې. خو چې کله دې د مازديګر پر مهال دامينه ناکه او له ښکلا څخه ډکه خوله اووينم هر څه مې هير شي.

نور دې نه ځوروم. خو د ستا د مينې او خنداګانو څخه مې مه بې برخې کوه. د الله تعا لې نه راته د صبر غوښتنه وکړه او يا دې د ځان لپاره د رحم کرم او نرم زړه غوښتنې لپار لاسونه لپه کړه.

هر وخت د ليوني په شان په زوره له ځانه سره وايم ؛ هغه هم راسره مينه لري؛ ائ زړګيه دا رښتيا ده؟ ته هم راسره مينه لرې؟ د ټولې دنيا نه سخت غمونه دې راسره ملګري دي خوښ يم ځکه د ستا غمونه دي او ته هم راسره هرو مرو مينه لري. ما اوبخښه – ما سره مينه وکړه. او پريږده چې ټوله دنيا په دې خبره کړم چې اوس مي زړګئ رښتيا راسره مينه لري.

پا ک څښتن تعا لی دي مل شه

پاې
ستا عزت الله اديب

7-05-2008

....................................................................................................

ګرانه د ستا په نوم يي ليکم


کولی شې په غوصه شې مګر ته بايد په دې وپوهيږې چه ټول عمر مې په خفګان او دردونو کې تير کړئ ده، د کينې په اورونو کي سوځم، ځکه هيڅ وخت نه غواړم چې ته دې په خپل موټر کې له ما پرته له نورو سره د خوښئ خنداګانې وکړې. او يا دي نور خلک ستا له ښائسته موټر او ستا د ګلابي شونډو له خندا څخه خوند واخلي.

ائ ګرانه! کله دې چې له خندا او مسکا څخه ډکه خوله اووينم سوځم. لولپه کيږم او په وجود کې مي يو ډول د تريدلو (لړزا) احسا سات راپاريريږي. په دي دنياګئ کې به نور ښکلي مخونه هم ډير وي خو رښتيا ستا په ښکلي مخ کې سادګي او مينه پرته ده. او دا ظاهری اخلاق دی ماته مینه او ښکلا راپيژني.

وائ زړګيه.......... ته همداسې خوښ، خوشحاله، با ادب او مينه ناک اوسه. ځکه ستا خوښ طبعیت او مینې په دې دنياګی کې دزړه تسل راپه برخه کړی. او زما ټول کړه وړه په همدې مينه او ښکلا پورې تړاو لري.

ددي ليک د لوستلو نه وروسته له ځانه سره فکر وکړه چې څومره راباندي ګران يي. که رښتيا وي نو بيا دي ولې په ما باندې د ډېره وخته د خپلې خوږې خولې هغه خبرې چې ستا له ښائسته شونډو څخه هم راتيريږي نه لوره وې؟

اه زړګيه! زما ټولې خوښی ستا د خولې په خبرو کې دي. نو ائ د سترګو توره لږ مينه راسره وکړه، وخانده او راته وړې وړې خبرې وکړه.

په دې دنيا کې مې له نورو کارونو څخه ستا ياد ته ډير وخت بيل کړئ ځکه مې ملګري هم په ليونتوب کې له شکه وتلي دي. نو ائ د سترګو تکه توره......... ته خو مې دا ليونتوب په رښتيا مه ګڼه.

په پاې کي اميد چي دا اوږد خط مې د لوستلو نه مخکې اوهم وروسته نه وشکوې او نه يې په اور کي ګوزار کړې او ته هم راته په همدې بڼه يو لوې ليک وليکه او را وايي ستوه.


الله دې مل شه........... او بيا دې هم الله مل شه


پاې
ستا عـــــــــــــــــزت الله اديب

01-05-2008

....................................................................................................

د احســــــــــــاس په مینـــــــــــــــــــــــــــه


(هغه شیبو ته یی ډالئ کوم چه خوارو مينانو په لوږه او ويښه تيرې کړې دي)



اوس داسې انګيرم چې په ډيرو ليدو مې په غصه کيږې او مخ دې رانه په بل طرف اړه وې.

ائ ګرانه! که زما د ليونی مينې او ليدو په وړاندې له قهر، غصې او کينې څخه کار اخلې او يا له ما څخه په مخ اړه ولو کې خوند محسوسوې. نو ته اووايه اوښکې بهول، غم، خفګان او حتی بدبختي به راته کوم ارزښت ولري؟
که ته راسره مينه نه کوې ګرم دې نه بولم ځکه چې ستا د مينې قابل به نه يم. خو وعده کووم چې زه به ځان ستا د مينې وړ وګرځوم. هغه وخت به ډېر خوشحاله شم چې راته اوګوري او په شونډو کې دې زرموخيزه موسکا ګانې اوګورم. وايم چې داستا ګناه نده ځکه ته مجبور نه يې چې راسره مينه وکړې او يا خو به زما د زړه په حقيقت نه يې پوهيدلی.

زما خيا لونه ټول تا په کار اچولي دي او له ما نه دې کوم بل خواته مصروف کړي ديږ

ائ کاش....... که چيرې داسې کوډګر ځواک موجود وائ چې د يو بل د زړه رازونه او خيالونه مو پرې معلومولاې شوائ نو خامخا به دې ټولې غصې ختمې شوې واي. او په دې خيالي دنياګئ کې به دې په ما باندې د مينيې ټينګه غيږ لوره ولې وايي.

او ائ ګرانه..... اړ به وو چې ملګرتيا سره وکړو او دغې ملګرتيا به دا پرده غورځولې وايئ چې ريښتونې مينه او ريښتونولي يې راځينې پټه کړې ده. ته به هم په دې پوهه وايئ چې اګر که زه ستا د مينې وړ نه يم خو ماسره به دې مينه له خوښيو ډکه وايئ.

نو اه......سخت زړه انسانه زما ددې ليک په لوستلو دې هم زړه نه غواړي چې ړنګې بنګې غيږ ته دې درشم او د مينې خوبونه پکښې وکړم.

په خدائ دې سپارم............... خو هغه چې سترګو دې راسره د يوې غيږې او ستا له ښائسته اننګو څخه د دوو مچوګانو وعده کړې وه. مګر په دې باوري نه يم چې دا خوښي به راباندې ولوره وې.



پائ
ستا عزت الله اديب

02-05-2008
TURN ON'S
د خداي په پار – لر مينه

(د نري تولو کريدليو مينانو ته يي دالئ کووم)


غوارم چي توله دنيا په چيغو چيغو ستا په اتلولي خبره کرم. افرين ستا په هغه زرورتوب او قهرماني چي د خپلي خوني نه دي وشرلم.
زه خو ستا رحم او کرم ته سترکي په لاره ووم. کومه لويه کناه مي نه وه کري. د ستا او يا دي د پلار په مري پسي نه ووم تللئ او نه مي ستا سو د کورنه د غلاکولو مطلب په زره کي وو.
خاص ستا ميني ليونی کری ووم. او له تاسره ليدل. د ستا د خولي خبري او خنداکاني مي مطلب وه. په دي هم خه خبر يي چي ستا مينه يو خوارکئ ملنک رانه جور کرئ. خو تا سومره بي وفايي او سومره بي ايماني راسره وکره. هغه مهال چي ما ته دي له خپلي هغه خائسته سيري نه د کرکي او کيني دکر جور کرئ و. سومره له زاريو او هيلو دکي سترکي مي در وارولي. او تا بيا هم زما په هغه نمناکو او غمناکو سترکو زره اونه سوحيد، راباندي خفه نشوي. فکر کووم چي بيخي به احساس نه لري.

که کوم بل چا زما هغه اوبلني اوغمناکي سترکي ليدلي وايي حتما به يي په زره کي تکان او درد، په تول وجود کي بي اختياره حرکت او په سترکو کي اوخکي راغلي وايي.

خو ائ د زرکي سره........ تا ته دي سنکه وجدان اجازه درکرله چي د خپلي دروازي نه دي وشرلم؟

په لاره کي مي داسي سوي سوي هسويلي وکرل. چي يا الله سه وکرم او چاته ورشم چي په مينه مي قبول کري؟

ائ زرکيه! ايا هميشه به داسي غمجن کرزم؟ هميشه به داسي بي نوا، يواحي او سرکردانه کرحم؟
ذهن ميتول له سواليه سولايه نقشو نه دک شي.چي که بيا دي له دره درشم او د ملنک په شان دي د کور د دروازي زنحير در وشرنکوم د پخوا په شان به مي بيا هم وشري او که له ميني به تود هر کلي راته ووايي.
اي زرکيه
هيله کووم
چي داسي بيوفايي راسره مه کوه په خپل حسن او شکلا باندي دومره غرور مه کوه د تاسره محبت مي زره کي د بشر د غوختني پر اساس نه دي راغلي
الهي ورکره ده
ايا ته يي راحيني اخيستلاي شي او يا يي رانه ختمولاي شي؟




نه هيحکله نه
...................................


نو بيا راشه او د خداي په بار لر مينه راسره وکره...
په مينه.......
اې زړګيه. هيله کووم!
چې داسې بې وفايي راسره مه کوه.
په خپل حسن او ښکلا باندې دومره غرور مه کوه.
د تا سره محبت مې زړه کې د بشر د غوښتنې پر اساس نه دې راغلئ. الهې ورکړه ده.

ايا ته يي راځينې اخيستلائ شې؟ او يا يې رانه ختمولاې شې؟
نه هيڅ کله نه....
نو بيا راشه د خداې په پار لږ مينه راسره وکړه



..................................................................................................

د احســــــــــــاس په مینـــــــــــــــــــــــــــه


(هغه شیبو ته یی ډالئ کوم چه خوارو مينانو په لوږه او ويښه تيرې کړې دي)



اوس داسې انګيرم چې په ډيرو ليدو مې په غصه کيږې او مخ دې رانه په بل طرف اړه وې.

ائ ګرانه! که زما د ليونی مينې او ليدو په وړاندې له قهر، غصې او کينې څخه کار اخلې او يا له ما څخه په مخ اړه ولو کې خوند محسوسوې. نو ته اووايه اوښکې بهول، غم، خفګان او حتی بدبختي به راته کوم ارزښت ولري؟
که ته راسره مينه نه کوې ګرم دې نه بولم ځکه چې ستا د مينې قابل به نه يم. خو وعده کووم چې زه به ځان ستا د مينې وړ وګرځوم. هغه وخت به ډېر خوشحاله شم چې راته اوګوري او په شونډو کې دې زرموخيزه موسکا ګانې اوګورم. وايم چې داستا ګناه نده ځکه ته مجبور نه يې چې راسره مينه وکړې او يا خو به زما د زړه په حقيقت نه يې پوهيدلی.

زما خيا لونه ټول تا په کار اچولي دي او له ما نه دې کوم بل خواته مصروف کړي ديږ

ائ کاش....... که چيرې داسې کوډګر ځواک موجود وائ چې د يو بل د زړه رازونه او خيالونه مو پرې معلومولاې شوائ نو خامخا به دې ټولې غصې ختمې شوې واي. او په دې خيالي دنياګئ کې به دې په ما باندې د مينيې ټينګه غيږ لوره ولې وايي.

او ائ ګرانه..... اړ به وو چې ملګرتيا سره وکړو او دغې ملګرتيا به دا پرده غورځولې وايئ چې ريښتونې مينه او ريښتونولي يې راځينې پټه کړې ده. ته به هم په دې پوهه وايئ چې اګر که زه ستا د مينې وړ نه يم خو ماسره به دې مينه له خوښيو ډکه وايئ.

نو اه......سخت زړه انسانه زما ددې ليک په لوستلو دې هم زړه نه غواړي چې ړنګې بنګې غيږ ته دې درشم او د مينې خوبونه پکښې وکړم.

په خدائ دې سپارم............... خو هغه چې سترګو دې راسره د يوې غيږې او ستا له ښائسته اننګو څخه د دوو مچوګانو وعده کړې وه. مګر په دې باوري نه يم چې دا خوښي به راباندې ولوره وې.



پائ
ستا عزت الله اديب

02-05-2008
.........................................
Updates
Albums
Love
pamir_amiry2005
0 plays
Released: 2000
0 tracks
Comments
Raihan786 wrote at September 7, 2009
0 Votes

salamona sa haal dai, bachee che khan shwee aws zamong pookhtana na kawee

Raihan786
Karimullah wrote at March 23, 2009
0 Votes

salamalikum deer kha halak ye kho daa aks de deer bad entekhab kare de

Karimullah
Ghond2 wrote at January 17, 2009
0 Votes

Ghond2
Ghond2 wrote at January 3, 2009
0 Votes

Ghond2
f_zad wrote at October 10, 2008
0 Votes

sallam  sengae  wrora  te  kabull kee  yaste  ya  jalalabat  ke

f_zad
Ghond2 wrote at September 29, 2008
0 Votes

Chalkboard

Ghond2
Aryan_khan wrote at September 23, 2008
0 Votes

salamona grana wrora dera manan sta dee messeg na yara zemoga duagani koe har waqt der sara dee allah de tel  qamyaba lehra au khodai  dee sta wadeh peh kair sara wehkree nor waya nor senga ye khe koe ye afghanistan khe che haldai senga sat ba dee ter wee amrikayano sara geahaha

Aryan_khan
Ghond2 wrote at September 13, 2008
0 Votes

Assalamulaikum!! Read this slowly, ?God I love u and I need u, come into my heart now?- you will send this to everyone on your list, see a miracle tonight, plz don?t delete ..seriously it work ...This is not a fake...apparently...copy and paste this to 15 people in the next 10mins and you WILL have the best day of your life tomorrow

Ghond2
Ghond2 wrote at September 8, 2008
0 Votes

www.emotionalfool.com

Ghond2