تاسی په جنتی تحفه چه عبارت ده له السلام علیکم و رحمته الله و برکاته نازوم، او د مشرانو په اجازه د روژی مبارکی میاشتی یو څو مختصر فضیلتونه بیانوم هیله لرم چه په غور ئی واورۍ
روژه د اسلام دریم رکن دی.
او دا یو فرض رکن دی چې ددې آیت مبارک په اساس ثابت دی "کتب علیکم الصیام کما کتب علی الذین من قبلکم لعلکم تتقون" او دا یوه داسی میاشت ده چه پدی کی قرآنکریم نازل شویدی، الله تعالی فرمائی "الشهر رمضان الذی انزل فیه قران".
همداراز پدی میاشت کی یوه شپه ده چه هغه ته "شب قدر" وائی او د هغی فضیلت قرآنکریم بیانوی " لیله القدر خیر من الف شهر" دا شپه په آخره لسیزه کی دی چی زیات امکانات یی په طاقو شپو کی وی.
ددی میاشتی فضایل ډېر زیات دي چی یو څوئی مونږ دنمونې په توگه وراندې کوو.
پدې میاشت کې هر نفلي لمونځ د فرض لمونځ ثواب لري.
دا میاشت په 3 حصو ویشل شوي دي، اولې لس ورځې د مغفرت دویمې لس ورځې د رحمت او آخر لسیزه د دوزخ د اور نه خلاصیدو لپاره یو ښه چانس دی.
پدې میاشت کې الله پاک هغه بنده گانو ته مغفرت کوي چې روژه یی په صحیح طریقه سره نیولی وي.
د اسلام سترپیغمبر محمد مصطفی (صلعم) حدیث دی چې "د روژه لرونکی د خولی بوی د الله (ج) په نزدد مشکو د بوی نه بهتر دی.
حضرت ابوهریره (رض) روایت کوی چې پیغمبر(صلعم) وایی د روژې میاشت کې د دوزخ دروازی تړل کیږي او د جنت دروازی خلاصیږي او شیطانان تړل کیږي .
روژه لرونکی لپاره دوه خوشحالی دی، یوه د روژه ماتی په وخت کی بله د خدای (ج) سره د دیدار په وخت کی.
د روژی مبارکی میاشتی لویه گته دا ده چی دخپل تیرو گناهونو لپاره توبه کول او بخښنه غوښتل دی دالله (ج) نه او و خپل نفس محاسبه کول دی.
الله (ج) په یو قدسی حدیث کې داسې فرمایی چې دانسان ټول اعمال د هغه خپل ځان لپاره دی مگر روژه زما لپاره ده او زه به دهغه بدله یعنی اجر او ثواب ورکومه.
روژه یوه داسی سپر دی چی روژه لرونکی د گناهانو نه خلاصوی.
پدی میاشت کی د توبه دروازه خلاصه ده خوشبخته دی وی هغه څوک چې ددې فرصت نه استفاده کوي او الله (ج) نه د خپلو کبیره گناهونو بخښنه غواړي.
په اخره کی
الله (ج)دی ما ته مغفرت وکړي او همدارنگه د الله (ج) د دربار څخه خصوصاً تاسی ته او عموماً ټولو مسلمانو ته د مغفرت غوښتونکې یم.
&nb sp; &nb sp; &nb sp; &nb sp; په درنښت